منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۶ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

زابل کې یوه پلار خپل زوی په ډزو وژلی

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۶۹ کتنې

ترینکوټ، کلات (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۲): زابل کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز کلات کې یوه پلار خپل زوی په ډزو وژلی دی، بلخوا بیا په اروزګان کې یوه کس ځانوژنه کړې ده.

د اروزګان امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح‌الله جوهر پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه د کلات اړوند جلدک سیمه کې یوه سپین‌ږیري کس خپل زوی د ښکاري ټوپک په ډز وژلی دی.

هغه زیاته کړه، یوه سپين‌ږیري خپل زوی په دې وژلی چې د پلار له خوښې پرته يې پر خپله ځمکه اوبه لګولې وې.

نوموړی وايي، قاتل شپږ کاله مخکې هم د ځمکې پر سر شخړه کې خپل ورور وژلی و.

نوموړي زیاته کړه، دغه کس د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی چې وروسته به قضايي ارګانونو ته به ور معرفي شي.

د یو بل خبر له مخې، تېره شپه اروزګان کې یوه کس ځان په ډزو وژلی دی.

د دغه ولایت د والي ویاند احسان‌الله حماس پژواک خبري اژانس ته وویل، دا پېښه تېره شپه د خاص اروزګان ولسوالۍ په مرکز کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، تر اوسه د ځانوژنې لامل معلوم نه دی خو وايي چې یاد کس ځان د ټوپک په ډزو وژلی او امنیتي ځواکونو په دې اړه پلټنه پيل کړې ده.

دغه راز د خاص اروزګان ولسوالۍ د مرکز یوه اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وویل: «۴۵ کلن عبدالنافع چې د ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکی و، ځان يې وژلی دی.»

هغه وايي، معلومه نه ده چې ولې يې ځان وژلی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه