منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۰ غ.و
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

مجاهد: محکمو په تېر کال کې څه باندې ۱۳۴زره دوسیې حل او فصل کړې دي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۶۵ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۲): د اسلامي امارت ویاند وایي، د سرپرست حکومت محکمو د ۱۴۰۱ کال په ترڅ کې له ۱۳۴ زره ډېرو دوسیو ته رسېدنه کړې چې له ۱۰ زره ډېرې یې د ښځو حقونو اړوند دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوه ټويټ کې لیکلي چې محکمو په تېر کال کې ۱۳۴ زره ۲۴۹ دوسیې چې له ډلې یې ۱۰ زره ۵۲۰ یې د ښځو حقونو او ۴۴۹۲ یې د نشه‌يي توکو اړوند دي، حل او فصل کړې دي.

هغه په دې اړه له جزئیاتو ورکولو پرته لیکلي چې یاد شمېر دوسیو ته په درېیو (ابتدایه، مرافعه او تمیز) پړاوونو کې رسېدنه شوې ده.

مجاهد دغه‌راز زیاته کړې چې د هېواد محکمو د ۱۴۰۱ کال په ترڅ کې ۱۵۲ زره ۴۱۶ مختلفې وثیقې صادر کړې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه