کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۲): د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال د «اختر بازار» نندارتون په پرانیستغونډه کې له داخلي تولیداتو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل، په معاصره نړۍ کې د ښې حکومتولۍ یوه برخه د کورنیو تولیداتو وده ده.
د اختر بازار نندارتون نن (یکشنبه) په کابل ښار کې پرانیستل شو چې حکومتي مسوولینو هم پکې ګډون درلود.
په یاد نندارتون کې د بېلابېلو کورنیو تولیداتو لږ تر لږه ۱۸۰ غرفې ایښودل شوې او د روان کال د غبرګولي میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې به دوام وکړي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبدالطیف نظري د یاد نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې په معاصره نړۍ کې د ښې حکومتولۍ یوه برخه د کورنیو تولیداتو وده ده او د «اختر بازار» نندارتون جوړېدل په همدې اړه د بحث وړ دی.
د هغه په وينا، د دغه نندارتون جوړېدل کولی شي چې په ټولنه کې د داخلي توليداتو د کارولو فرهنګ بنسټيز کړي.
نوموړي ټينګار وکړ، کله چې دغه ډول نندارتونونه جوړېږي نو خلکو ته په ګوته کوي چې له داخلي تولیداتو څخه استفاده وکړي.
نظري زیاته کړه چې د اسلامي امارت یو له لویو سیاستونو څخه له داخلي تولیداتو ملاتړ دی.
په دغه حال کې، د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې سرپرست عبدالمحب هاشمي د داسې نندارتونونو پر جوړېدو خوښي وښوده او له سرپرست حکومته غواړي چې په وارداتي توکو دې تعرفه ډېره کړي، څو له دې لارې داخلي تولیدات وده وکړي.
هغه د صنعتکارانو یوه لویه ستونره د کافي برېښنا نشتوالی یاد کړ.
د هغه په خبره، ګاونډي هېوادونه د ډېرو امکاناتو برابرولو په پلمه صنعتکاران خپلو هېوادونو ته ور بولي چې دا چاره د افغانستان اقتصاد او صنعت ته یوه لویه ستونزه ده.
نوموړی دغهراز زیاتوي چې د نندارتونونو ترسره کولو لپاره باید یو معیار ترتیب شي او له مخې یې، هغو شرکتونو ته چې د نندارتونونو ترسره کول غواړي، اجازه ورکړل شي.
د زعفران پلورلو یوه شرکت مسوول محمد موسی سهاک پژواک ته وویل، په دغه نندارتون کې د خلکو ګڼهګوڼه ډېره ده، خلک راځي او له خپلو وطني محصولاتو لیدنه کوي.
هغه وویل، د دغه ډول نندارتونونو جوړول ګټور ګام دی؛ ځکه چې خلک له خپلو داخلي تولیداتو او محصولاتو څخه خبرېږي او د وطن تولید کاروي.
هغه له خلکو غوښتنه وکړه چې له خپلو وطني محصولاتو استفاده وکړي.