ژبه

غزني کې د بچه‌بازۍ په تور شپږ کسان نیول شوي

غزني‌ښار (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د غزني امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز غزني ښار کې د بچه‌بازۍ په تور شپږ کسان نیول شوي دي.

د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه کسان تېره شپه د غزني ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند د نواباد په سیمه کې ونیول شول.

هغه زیاتوي: «تېره شپه د شپږمې امنیتي حوزې مجاهدینو د یو کشفي راپور پر اساس هغه شپږ تنه چې یوځایي د بچه‌بازۍ په فعل بوخت وو، بالفعل ونیول."

د هغه په خبره چې نیول شوي کسان یې د غزني امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست ته سپارلي دي.

په ورته وخت کې د غزني یو شمېر اوسېدونکي د دغو کسانو نیولو هرکلی کوي او غوښتنه کوي چې د دغسي نورو بدو او کرغېړنو عملونو مخنیوی دې هم وشي، څو د خلکو اولادونه له بې‌لارۍ وژغورل شي.