منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۳ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کرنې ریاست: سرپل کې د انګورو حاصلات څه باندې ۴۰ سلنه کم شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۱۶ کتنې
آرشیف

سرپل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۲): د سرپل د کرنې ریاست مسوولین وایي، سږ کال د دغه ولایت په کچه د انګورو په حاصلاتو کې ۴۴ سلنه کموالی راغلی دی.

د سرپل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس قاري عبدالقادر وحدت پژواک خبري اژانس ته وویل چې سږ کال د یاد ولایت د انګورو حاصلات ۴۴ سلنه کم شوي چې د تېر کال سړه هوا وه چې ډېر باغونه یې ووهل.

نوموړي وویل: «تېر کال سرپل کې ۱۲۳۷۶۰ مټریک ټنه انګور ترلاسه شوي وو، خو سږ کال د دغو انګورو حاصلات ۷۰۰۰۰ مټریک ټنه اټکل شوي چې دا ۴۴ سلنه کموالی ښیي.»

د سرپل د کرنې رییس وویل، له بده مرغه د انګورو حاصلاتو له کمېدو سره بڼوال هم له ډېرو زیانونو سره مخ شوي او یاد ریاست دغه موضوع د کرنې له وزارت سره شریکه کړې ده.

د هغه په خبره، سرپل کې ۷۷۳۵ هکټاره د انګورو باغونه دي او د دغه ولایت زرګونه اوسېدونکي له همدې لارې د خپل ژوند لګښتونه برابروي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه