لښکرګاه (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۲): د هلمند امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزي مدیرت مسوولینو د شپږ ټنه اوسپنې قاچاق مخنیوی کړی او ورسره په تړاو درې کسان هم نیول شوي دي.
د هلمند امنيې قوماندانۍ ویاند ملا عزتالله حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد کسان د مرکز لښکرګاه ښار شپږمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې په داسې حال کې ونیول شول چې غوښتل یې اوسپنه له هېواده بهر قاچاق کړي.
نوموړی وایي چې نیول شوې شاوخوا شپږ زره کیلوګرامه اوسپنه په دوو موټرو کې ځای پر ځای شوې وه.
حقاني زیاته کړه، نيول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی چې د دوسیو له بشپړېدو وروسته به قضايي ادارې ته معرفي شي.
حقاني دغه راز زیاتوي، د هلمند امنیې قوماندانۍ مسوولین به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې بهر ته توکي قاچاق کړي، که څوک دغه کار کوي د امنیتي ځواکونو له لوري به نيول کېږي او وسایط به یې ضبط او شرعي سزا به ورکول کېږي.
د یادونې ده، له دې مخکې هم د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیريت مسوولینو په سلګونو کسان بهر ته د اوسپنې قاچاق په جرم نیولي دي .
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










