ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان کرکټ بورډ د اسیا جام سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ د اسیا جام سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

author avatar
27 Aug 2023 - 17:18
د افغانستان کرکټ بورډ د اسیا جام سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه
author avatar
27 Aug 2023 - 17:18

کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د اسیا جام کرکټ سیالیو لپاره ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل، افغان لوبډلې په اسیا کې ډېرې لوبې وکړې، ترڅنګ یې په ډېرو ستونزو باندې کار وشو او ډېرو لوبغاړو ته په کې د لوبېدو زمینه برابره شوه.

هغه زیاته کړه، لوبډلې مو په مختلفو لوبغالو کې لوبې ترسره کړې چې په ځینو ځای کې ښه وو او یو شمېر ځایونو کې یې ستونزې درلودې.

نوموړی زیاته کړه، له پاکستان سره په سیالیو کې افغان لوبغاړو د فټنس ستونزې درلودې او ډېر ښه لوبغاړي په دې سیالیو کې ونه لوبېدل او همدا وړې وړې ستونزې د دې لامل شوې چې افغانستان ونه شو کولی پاکستان ته ماتې ورکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.