منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۲ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کاپیسا کې د ۱۰۶ کیلومتره سړکونو بیارغونې چارې پیل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۳۸ کتنې

محمودراقي (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۲): د کاپیسا چارواکي وایي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۰ میلیون ډالرو په لګښت د ۱۰۶ کیلومتره سړکونو بیارغونې چارې پیل شوې.

د کاپیسا د ټولګټو ریاست فني انجنیر، ادریس میرزاد نن د یادې پروژې پرانیستې مراسمو کې وویل چې دا پروژه د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د درېیو میاشتو په موده کې پلې کېږي.

 هغه زیاته کړه: «دې پروژه کې د ګلدان تر ګلبهاره سړک استنادي دېوالونو جوړول، له ګلدانه تر صیاده د سړک ترمیم، د جامچي د بابا علي تر کلي د سړک ترمیم، د ګلدان تر احمدبیګ تپې د پلچکونو او سړکونو جوړول، د احمدبیګ تپې د تګاب ولسوالۍ شینکۍ سیمې تر دوه سړکې د پلچکونو او استنادي دېوالونو جوړول شامل دي.»

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه سړکونه ټولټال ۱۰۶ کیلومتره دي چې د ۱۰ میلیون ډالرو په لګښت بیارغول کېږي.

په ورته وخت کې د کاپیسا والي احسان‌الله بریال په دغو مراسمو کې وویل چې د پروژې د چارو کیفیت ته باید جدي پاملرنه وشي.

د کاپیسا د مرکز د باباعلي سیمې یو اوسېدونکی اغامیر وایي: «زموږ سړک له ده باباعلي سیمې تر ګلدانه خراب شوی که په ځینو ځایونو کې بیارغول شوی نه وای، د روان کال په ژمي کې یې تخریب نور هم ډېرېده، اوس چې بیارغول کېږي، خوښ یم.»

تېر کال هم د کاپیسا د ټولګټو ریاست د دغه ولایت عمومي واټونه، سړکونه او پلچکونه ترمیم او بیارغولي وو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه