مهترلام (پژواک ۱۵ وږی ۱۴۰۲) : د لغمان امنیه قومانداني وایي، د کابل ـ جلال اباد پر لویه یې څلور تنه د نشهیې توکیو د قاچاق په تور نیولي چې ورسره یو میل کلاشینکوف او ۱.۷ میلیونه پاکستانۍ کلدارۍ هم نیول شوې دي.
د لغمان امنیه قومندانۍ ویاند یونس یوسفزی پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه کسان نن غرمه مهال د قرغیو ولسوالۍ اړوند کابل ـ جلال اباد پر لویه لار نیولي دي.
هغه د معلوماتو له مخې، له نیول شویو کسانو سره ۳۴ کیلوګرامه تریاک، یوه میل کلاشینکوف او ۱.۷ میلیونه پاکستانۍ کلدارې هم نیول شوې دي.
یوسفزي د معلوماتو له مخې، یادو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي.
Views: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن