منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۲ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د غزني ښار امنیتي کمربند پیاوړتیا په موخه نوې امنیتي پوستې جوړېږي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۹۵ کتنې

غزني ښار (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۲): د غزني امنیتي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د جنایي پېښو کمېدو او خلکو ته د لا ښه امنیت راوستو په موخه نوی امنیتي کمربند جوړوي.

د غزني لایت امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د غزني ښار څلورو خواوو ارزونه د یوه لوړرتبه پلاوي له لوري ترسره شوې چې ډېر ژر به د ښار شاوخوا کليدي سيمو کې نوې امنيتي پوستې جوړې شي.

نوموړي وویل: «د دغو امنیتي پوستو په فعالېدو سره به د غزني ښار امنیت او لا ښه نظم تامین شي او د هغو جنایتکارانو مخه به ونیول شي چې په ډېرو جنایي پېښو کې لاس لري، لکه غلا، قاچاق، اختطاف او داسي نور.»

هغه زياته کړه، اوس هم د غزني په مرکز، شاوخوا ولسوالیو او سيمو کې امنيت تامين دى، خلک له کومې اندېښنې پرته ښار او نورو ځایونو کې تګ راتګ کوي، خو کله کله د غلاوو، قاچاق او نورو پېښو له امله اندېښمن وي.

سرحدي د پېښو ډېرېدو په اړه څه ونه ویل، خو څه وخت مخکې د غزني له جنایې پېښو سره د مبارزې مسوولینو رسنیو ته ویلي وو چې د یوه کال په موده کې یې د جنایي جرمونو په تور شاوخوا زر کسان نیولي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه