ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فاریاب کې یو نرس وژل شوی

فاریاب کې یو نرس وژل شوی

author avatar
2 Oct 2023 - 17:03
فاریاب کې یو نرس وژل شوی
author avatar
2 Oct 2023 - 17:03

میمنه (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۲): فاریاب کې ځایي سرچینې وایي چې د دغه ولایت د میمنې ښار یوه خصوصي روغتون ته یو کس ننوتلی، یو نرس یې وژلی او خپله یې هم ځان په مرمۍ ټپي کړی دی.

د فاریاب امنیې قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت مرستیال داملا محمد معاوض پژواک ته وویل، تېره شپه د نصیراحمد په نوم یوه ۳۰ کلن سړي د دویمې امنیتي حوزې اړوند د شفق پنځه بستریز اورتوپیدي خصوصي روغتون ته ننوتلی، د دغه روغتون یو نرس محمدزمان یې د تومانچې په ډز وژلی او بیا یې خپل ځان هم ټپي کړی دی.

معاوض وویل: «قاتل د دې ودانې د مالک زوی دی خو تر اوسه د قتل انګېزه نه ده معلومه، خو هغه ټپي دی او د میمنې په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.»

د شفق روغتون یوه کارکوونکي پژواک ته وویل چې محمدزمان له خپلو ملګرو سره د نوکریوالۍ په خونه کې و چې نصیراحمد نومی کس راغی او هغه یې وواژه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.