ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وچکالۍ د پروان د ځینو سیمو کروندګر سخت زیانمن کړي

وچکالۍ د پروان د ځینو سیمو کروندګر سخت زیانمن کړي

author avatar
22 Oct 2023 - 17:58
وچکالۍ د پروان د ځینو سیمو کروندګر سخت زیانمن کړي
author avatar
22 Oct 2023 - 17:58

چاریکار (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۲): د پروان په مرکز او بګرام ولسوالۍ کې ځیني کروندګر د اوبو له کمښته شکایت لري او وايي چې سږ کال یې د ځمکو په حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د پروان د مرکز راهشت کلي اوسېدونکي محمدجمشید پژواک خبري اژانس ته وویل چې بزګري له پلاره په میراث ور پاتې ده او له دې لارې د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ نفقه پیدا کوي، سږ کال یې د اوبو د کمښت له امله له خپلو ځمکو ښه حاصل نه دی ترلاسه کړی.

هغه زیاته کړه: «پخوا مو د یو جریب ځمکې له دوو کښتونو (پسرلي او مني) څلوېښت یا پنځوس زره افغانۍ ترلاسه کولې، خو سږ کال مو له دېرش زره افغانیو ډېرې نه دي ترلاسه کړې.»

د چاریکار ښار یوولسمې ناحیې اوسېدونکی محمداکبر هم یو بل کرونګر دی چې له وچکالۍ شکایت لري.

هغه وویل چې په تېرو وختونو کې یې له هغو ځمکو چې کښت یې په کې کولو ۵۵ زره تر ۶۰ زره افغانیو حاصل ترلاسه کاوه خو سږ کال دغه رقم ۲۰ زره افغانیو ته راټیټ شوی دی.

د پروان د مرکز قلعه‌نو کلي اوسېدونکی راحت‌الله چې له ماشومتوبه بزګري کوي هم د اوبو له کمښته شکایت لري او وايي چې سږ کال حاصلات یې د تېرو کلونو په پرتله اتیا سلنه کم دي.

هغه زیاته کړه: «د مني کښتونو مو له منځه ولاړل، اوبه ورته ونه رسېدې، رومیانو ته مو هم کمې اوبه ورسېدې، جوار وچ شوي، دانې یې پخې شوې نه دي؛ ځکه کافي اوبه ورته نه دي رسېدلې، حاصلات مو له همدې امله خرڅلاو نه لري.»

د پروان د کرنې او مالدارۍ ریاست مرستیال مولوي محمدنیازی وايي چې د پروان د مرکز خلازیي، راهشت، اغیل کابلي او سنجدرې کلي او د دغه ولایت د بګرام ولسوالۍ قلعه نورخان، قلعه چنار کاریزک، کارېز بالا او کارېز دکري کلي د خپلو کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي؛ ځکه د ځمکې لاندې اوبه یې ډېرې ژورې دي.

هغه وویل چې سږ کال د دغو سیمو د سلګونه جریب ځمکو کښتونه وچ شوي او یا یې هم ښه حاصل نه دی ورکړی.

هغه زیاته کړه: «موږ د پروان په مرکز او نهو ولسوالیو کې د اوبو کمښت ستونزې هواري لپاره ناسته وکړه، د اوبو د نه ضایع‌ کېدو لپاره مو له نهو ولسوالیو کروندګر راوغوښتل او د کرنې ریاست کې فني انجنیرانو ورته لارښوونه وکړه چې د اوبو لګولو له قطره‌یي سیستمه کار واخلي.»

د اوبو لګولو قطره‌یي سیستم کې اوبه د کوچنیو څاڅکو په بڼه بوټو ته ورکول کېږي او په دې توګه د اوبو له بې‌ځایه مصرف او ضایع کېدو مخنیوی کېږي.

مولوي محمدنیازی وايي، یاد ریاست د حاصلاتو ډېرېدو لپاره سلګونه کروندګرو ته کیمیاوي سره او اصلاح شوي تخمونه وېشلي او له موسسو یې غوښتي چې چینې او کارېزونه پاک کړي څو اوبه ډېرې شي او له ضایع کېدو یې هم مخنیوی وشي.

د پروان د کرنې او مالدارۍ ریاست معلوماتو پر اساس، د دغه ولایت ۷۵ سلنه خلک په کرنه بوخت دي او له دې لارې خپلې اړتیاوې پوره کوي.

پروان کې کروندګر په داسې حال کې له وچکالۍ شکایت کوي او اندېښنه څرګندوي چې د روان لمریز کال د زمري میاشتې په لومړیو کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشردوستانه چارو همغږي کوونکي دفتر اعلان کړی و چې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو ۲۵ یې له سختې وچکالۍ سره مخ دي او دغه هېواد د اقلیمي بدلونونو له امله د نړۍ له لسو زیانمن‌شویو هېوادونو څخه دی.

Views: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.