منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۴ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۰° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د پاکستان له زندانونو ۴۰۰ نور افغانان خوشې شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۰۵ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، نږدې ۴۰۰ تنه افغان کډوال چې په پاکستان کې بندیان وو، له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شول.

یاد وزارت د یاد مطلب د بیان ترڅنګ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد شمېر افغان کډوال تېره ورځ (د غويي لومړۍ نېټه) د یاد هېواد له زندانونو خوشې او نن (سه‌شنبه) هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې د کندهار سپین‌بولدک د سرحدي امریت له قوله لیکلي: «یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او له یوې تر درېیو ورځو بندیان وو.»

سرچینه لیکي چې ازاد شوي افغانان د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ولېږل شول.

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم ۱۱۵ تنه افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.