کابل (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۴): د عامې ورغتیا وزارت وایي، د بادغیس غورماچ ولسوالۍ کې د څه باندې ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یوه روغتیايي مرکز ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
د عامې روغتیا وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د یاد روغتیايي مرکز نوې ودانۍ د بادغیس عامې روغتیا ریاست په هلو ځلو او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دفتر په مالي لګښت جوړېږي.
سرچینې لیکلي، پر دغه روغتیایي مرکز څه باندې ۵۰۰ زره امریکايي ډالر لګښت راځي.
د بادغیس د عامې روغتیا رییس مولوي خانمحمد همت ویلي، د دغه مرکز په جوړېدو سره به د غورماچ ولسوالۍ د خلکو روغتیايي ستونزې تر ۷۰ سلنه ډېرې حل شي چې دا د روغتیايي خدماتو ښهوالي پر لور په دې سیمه کې یو مهم ګام دی.
د بادغیس عامې روغتیا ریاست ټینګار کړی چې په دغه ولایت کې به د نورو سیمو لپاره هم د روغتیايي خدماتو پرمختیايي هڅې روانې وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP