ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې نهو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې نهو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
25 Oct 2023 - 18:00
ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې نهو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
25 Oct 2023 - 18:00

جلال‌اباد (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۲): د ننګرهار امنيه قومانداني وایي، د دغه ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یو کس وژل شوی او اته نور ټپیان دي.

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه شخړه نن له غرمې مخکې د روداتو ولسوالۍ اړوند په قاضي‌کلا سیمه کې شوې ده.

هغه وویل، په دې ولسوالۍ کې د دوو کورنیو غړو له لفظي شخړې وروسته پر یو بل د چاقوګانو ګوزارونه کړي چې له امله یې یو کس وژل شوی او اته کسان نور ټپیان دي.

د سیمې يوه اوسېدونکي نجيب‌الله وویل دغه شخړه د ماشومانو پر سره رامنځته شوې ده.

د یادونې ده، تېره ورځ هم د دغه ولایت په سره‌رود ولسوالۍ کې د دوو کسانو ترمنځ شخړه شوې وه چې له امله یې یو کس وژل شوی و او یو بل ټپي و.

Views: 994

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.