ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکو اوبو له نشتوالي د بامیان د اوسېدونکو اندېښنه؛ مسوولین: د دغه ولایت تر نیمایي ډېر خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

د پاکو اوبو له نشتوالي د بامیان د اوسېدونکو اندېښنه؛ مسوولین: د دغه ولایت تر نیمایي ډېر خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

author avatar
4 Jun 2024 - 09:39
د پاکو اوبو له نشتوالي د بامیان د اوسېدونکو اندېښنه؛ مسوولین: د دغه ولایت تر نیمایي ډېر خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري
author avatar
4 Jun 2024 - 09:39

بامیان (پژواک، ۱۵ غبرګولی  ۱۴۰۳): د بامیان ځينو اوسېدونکو په دغه ولایت کې د څښلو پاکو اوبو کموالي په اړه په داسې حال کې اندېښنه ښودلې چې د وړاندې شوو شمېرو له مخې، د دغه ولایت له نیمایي ډېر وګړي د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د بامیان د یکاولنګ ولسوالۍ د پسرویه کلي یوه اوسېدونکي علي‌دوست پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې سیمه کې اصلاً د څښلو پاکې اوبه هيڅ نشته، خلک د ډنډونو له اوبو استفاده کوي.

 هغه زیاته کړه: «موږ چې کله له سینده اوبه راوړو څو ساعته هلته تېروو څو د هغو اوبو خړه او خاورې کېني بیا د څښلو لپاره ترې استفاده کوو.»

 د هغه په خبره، داسې اوبه د استفادې وړ نه دي، خو د څښلو پاکو اوبو د نشتوالي له امله خلک مجبور دي چې له دغو اوبو استفاده وکړي.

دغه‌راز د بامیان مرکز اړوند د سوماره سیمې یوه اوسېدونکي محرم‌علي وویل، په دې سیمه کې شاوخوا زر کوره ژوند کوي، خو تر اوسه د څښلو پاکو اوبو رسولو هيڅ ‌ډول پروژه نه ده عملې شوې.

 ده له مسوولینو غوښتنه وکړه چې د پاکونو اوبو برخه کې د خلکو ستونزې په پام کې ونیسي او رسېدنه دې ورته وکړي.

بلخوا، د بامیان د عامې روغتیا رییس ډاکټر جعفر ذکي پژواک ته وویل، په دغه ریاست کې موجود ارقام ښيي چې د دغه ولایت له ۵۰ سلنه ډېر وګړي د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

 نوموړي وویل، سر بېره پردې چې خلک د څښلو پاکو اوبو له نشتوالي کړیږي، دغه ولایت کې د روغتیایي مرکزونو له شمېر سره هم له ورته ستونزې سره مخ دي.

د بامیان د عامې روغتیا د رییس په خبره، د دغه ولایت په مرکز او اوه ولسوالیو کې ۷۴ روغتیایي مرکزونه شته دي چې له دې ډلې ۲۴ روغتیایي مرکزونه اوس هم د څښلوپاکو له کمښت سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړه که څه هم د څښلو پاکې اوبه دغو مرکزونو یوه عمده اړتیا ده تر اوسه تامین شوي نه دي خو دا موضوع یې له همکارو موسسو او اړوند وزارت سره شریکه کړې څو روان کال کې ورته پاملرنه وشي.

بلخوا، د روغتیایي چارو پوهان د څښلو پاکو اوبو نشتوالی په ټولنه کې د ناروغیو ډېرېدو مهم لامل بولي.

بامیان کې د داخلې ناروغیو متخصص ډاکټر علي احمدي وایي چې د چاپېریال ککړتیا د سطحي او د ځمکې لاندې اوبو د غیر صحي کېډو لامل شوي، د ټولنې ډېر خلک په بېلابېلو ناروغیو اخته کوي.

د هغه په خبره، د څښلو پاکو اوبو نشتوالی خلکو کې د ناروغیو د خپرېدو او د ویرسونو د انتقال زمینه برابروي.

په ورته وخت کې د بامیان د انتاني روغتون رییس ډاکټر فروغ‌الدین امیني له دې مخکې پژواک ته ویلي وو، چې د ګرمۍ موسم په را رسېدو سره دغه روغتون ته پر انتاني ناروغیو اخته کسانو مراجعې کې د پام ډېروالی راغلی دی.

 د هغه په خبره، د ښځو او ماشومانو په ګډون د ورځې نږدې ۳۰۰ کسان چې له اسهالاتو، تنفسي، حیواني محروقې، تورټوخي، شري، تور زېړي، سپین زېړي او له نورو فصلي ناروغیو کړيږي، د درملنې په موخه دغه روغتیایي مرکز ته مراجعه کوي.

دغه‌راز د بامیان د کلیو پراختیا او بیار غونې رییس ملا ضیاالله خادم وایي چې د څښلو پاکو اوبو نشتوالی د بامیان د خلکو عمده ستونزه ده خو هڅې روانې دي چې دغې موضوع ته د مرکز او نړېوالو موسسو له لارې رسېدنه وشي.

هغه زیاته کړه تېرو دوو کلونو کې دغه ولایت کې د څه باندې ۲۵۳ میلیونو افغانیو په ارزښت له ۲۱۰ ډېرې پروژې تطبیق شوي چې د دغو پروژو ۳۵ سلنه د څښلو پاکو اړوند دي.

د هغه په خبره، د دغو پروژو په پلې کېدو سره، کوم ارقام چې دغې اداره موجود دي ښيي چې بامیان کې د څښلو پاکو اوبو ۳۵ سلنه ستونزې حل شوي او راتلوونکي کال کې پلان شته څو د بامیان ډېر خلک د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.

ده وویل چې د روان کال په ترڅ کې د څښلو پاکو اوبو ستونزې سروې او له اړوند وزارت او همکارو سره موسسو سره شریکې کړي او ډېر ژر به دغو برخو کې د بودیجې او پروژو شمېر په ډاګه شي.

Views: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.