منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۵ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د پکتیا د روحاني بابا ولسوالۍ خلک د مخابراتي خدمتونو له نشتوالي شکايت کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۴۵ کتنې

ګردېز (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د پکتيا د روحاني بابا ولسوالۍ يو شمېر اوسيدونکي وايي چې په سیمو کې مخابراتي خدمتونه نشته دي او له امله ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د روحاني بابا ولسوالۍ د منګل خيلو کلي يوه اوسېدونکي ګلا خان پژواک ته وويل چې په سيمه کې يې هېڅ مخابراتي شبکه کار نه کوي.

هغه وويل چې يواځې څو محدود کلي چې زرمت ولسوالۍ ته څېرمه دي، هغوی هم د زرمت ولسوالۍ له مخابراتي خدمتونو ګټه پورته کوي او پاتې نورې سيمې او کلي ټول له مخابراتي خدمتونو بې برخې دي.

د نوموړي په وينا چې د مخابراتي خدمتونو د نشتون له امله په ورځني ژوند کې د اړتيا پر مهال مجبور دي بل ځای ته سفر وکړي.

هغه وويل:«دلته هېڅ شبکه نشته، دلته يوازې زموږ په کلي کې سل کوره دي او شاوخوا کلي نور هم شته چې هيڅ شبکې پکې کار نه کوي.

د يادې ولسوالي يو بل اوسيدونکي احمدزي هم پژواک ته وويل چې د روحاني بابا ولسوالۍ په ډېرو سيمو کې مخابراتي شبکې کار نه کوي.

د هغه په وينا چې په اوسني وخت کې مخابراتي خدمتونه د ژوند يوه جدي اړتيا ده.

هغه له حکومتي مسولينو غوښتنه وکړه چې روحاني بابا ولسوالۍ کې دې مخابراتي شبکې جوړ او فعالې کړي.

دی زیاتوي: کله چې موږ اړيکه نيسو لوړې غونډی ته خيژو يو کيلومتر يا دوه کيلومتره لار وهو هلته هم چې اړیکه ونیسو بیا سم غږ نه راځي.

د یادې ولسوالۍ یو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولینو یې د یادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

خو بل لورته حکومتي مسوولین بیا د یادې ستونزې پر حل ټینګار کوي.

په دې اړه د پکتيا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریيس مولوي نصرت الله هجرت پژواک ته وويل چې تر دې مهاله په روحاني بابا ولسوالۍ کې هېڅ مخابراتي شبکه فعالیت نه لري.

خو هغه ډاډ څرګند کړې چې راتلونکي کې به د يوه خصوصي مخابراتي شرکت په مرسته هلته مخابراتي خدمتونه پيل کړي.

نوموړي وويل: «د خلکو ستونزې مو اورېدلي او له مرکز کابل سره مو شريکې کړې. د روحاني بابا کې واقعا مشکلات زيات دي مخابراتي خدمتونه نشته يعنې له پخوا څخه هلته د هېڅ شبکې انتن نشته دی.

د پکتیا خلکو د معلوماتو له مخې، د روحاني بابا ترڅنګ د پکتيا ګڼو نورو سیمو کې هم مخابراتي خدمات نشته دي او خلک له ستونزو سره مخ دي.