Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بنګله‌دېش کې پرون د لاریونونو پر مهال شاوخوا ۹۰ کسان وژل شوي

کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، په بنګله‌دېش کې پرون د لاریونونو پر مهال شاوخوا ۹۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

بي‌بي‌سي نن په یوه راپور کې ویلي چې په بنګله‌دېش کې د یکشنبې په ورځ له هغه وروسته شاوخوا ۹۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي چې د لومړۍ وزیرې شیخ حسینه واجد د استعفا غوښتونکي لاریون‌کوونکي له پولیسو سره لاس او ګرېوان شول.

سرچینې ویلي، د بوګره، پابنا او رنګپور په ګډون د بنګله‌دېش له بېلابېلو سیمو د مرګ‌ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، د تاوتریخوالي دا وروستۍ څپه له هغه وروسته سخته شوه چې د محصلینو ټولنو د حکومت پر ضد د امر نه منلو تحریک پیل کړ.

همدارنګه په سراج ګنج سیمه کې زرګونو کسانو پر یوه امنیتي مرکز برید کړی او ۱۳ پولیس یې وژلي دي.

سرچینې ویلي، پولیس او د واکمن ګوند ځیني غړي لیدل شوي چې پر احتجاج‌کوونکو یې ‌ډزې کولې، دغه راز په ټول هېواد کې د ماښام له شپږو بجو وروسته په ګرځېدو راګرځېدو بندیز لګول شوی دی.

په یاد راپور کې راغلي چې دغه غورځنګ د جولای په میاشت کې پیل شوی چې تر اوسه یې له ۲۸۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

سرچینې د بنګله‌دېش د عدلیې وزیر انیس‌الحق له قوله لیکلي: «چارواکي له زغمه کار اخلي، که موږ زغم نه وای کړی، فکر کوم د وینو ویالې به بهېدلې وې، فکر کوم زموږ تحمل حد لري.»

سرچینې ويلي، د پلازمینې ډاکې يوه ځایي پولیس افسر د نوم نه یادولو په شرط اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي: «ټول ښار د جګړې په ډګر بدل شوی دی.»

یاد افسر زیاته کړې، د زرګونو خلکو یوې ډلې د یوه روغتون مخې ته ولاړو موټرو او موټرسایکلونو ته اور ورته کړ.

د تبعیض ضد محصلینو په نامه د زده‌کوونکو او محصلینو یوې ډلې له لومړۍ وزیرې غوښتي چې استعفا وکړي.

دې ډلې له یکشنبې ورځې د حکومتي امر نه منلو یو کمپیاین اعلان کړی او له خلکو یې غوښتي چې مالیه دې نه ورکوي او د برېښنا، ګاز یا نورو ورته خدمتونو بېلونه دې نه تحویلوي.

سرچینه وایي، په تېره جولای میاشت کې د دغو احتجاجونو په لړ کې لږ تر لږه ۲۰۰ کسان وژل شوي چې ډېری یې د پولیسو پر ډزو ویشتل شوي دي.

د راپورونو له مخې، په تېرو دوو اونیو کې د امنیتي ځواکونو له لوري نږدې ۱۰۰۰ کسان نیول شوي چې په نیول شوو کې د اپوزېسیون غړي او محصلین شامل دي.

په ډاکه کې د شنبې په ورځ د زرګونو خلکو یوې غونډې ته د محصلینو ټولنو یوې مشرې ناهید اسلام وویل: «شیخ حسینه باید نه یوازې استعفا وکړي، بلکې د وژنو، چور، تالان او فساد په هکله محاکمه هم شي.»

دا په داسې حال کې ده چې شیخ حسینه واجد د روان کال په جنورۍ میاشت کې پرله‌پسې د څلورم ځل لپاره د بنګله‌دېش د لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.