ژبه

شپږیزه لیګ سیالۍ؛ بست لوبډلې سپین‌غر او بند امیر امو ته ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۳): د شپږیزې کرکټ لیګ نهم پړاو سياليو په لړ کې بست لوبډلې سپین‌غر او بند امیر بیا د امو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په دغو سیالیو کې نن دوه لوبې ترسره شوې.

د نن ورځې لومړی لوبه د بست او سپین‌غر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، سپین‌غر لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه چې په ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۶ منډې وکړې.

په نننۍ سیالۍ کې نوراحمد د سپین‌غر لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول.

په مقابل کې ورکړل شوی هدف یې د بست لوبډلې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۹،۲ اورونو کې پوره کړ او سپین غر لوبډلې ته یې د ۷ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.

دغه‌ راز، د شپږیزې لیګ دویمه لوبه د بند امیر ښاماران او د امو نهنګان لوبډلو ترمنځ وشوه.

په دې سیالۍ کې د امو لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو٢٠ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۷ منډې وکړې.

د امو لوبډلې له لوري زبید اکبري نیمه سلیزه ووهله او په ۴۹ توپونو یې ۵۸ منډې جوړې کړې.

په مقابل کې د بند امیر لوبډلې ورکړل شوی هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو د شلم اور په دویم توپ پوره کړ او د پنځو وېکټو په توپیر یې امو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دغه راز، د بند امیر لوبډلې له لوري تر ټولو زیاتې ۵۷ منډې حشمت‌الله شهیدي وکړې.

د یادونې ده، پرون په یادو سیالیو کې بند امیر لوبډلې سپین‌غر ته او مس عینک لوبډلې بیا امو ته ماتې ورکړې وې.