ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او سوېلي افریقا ترمنځ د درېیو یو ورځنیو سیالیو وروستۍ لوبه نن کېږي

د افغانستان او سوېلي افریقا ترمنځ د درېیو یو ورځنیو سیالیو وروستۍ لوبه نن کېږي

author avatar
22 Sep 2024 - 10:02
د افغانستان او سوېلي افریقا ترمنځ د درېیو یو ورځنیو سیالیو وروستۍ لوبه نن کېږي
author avatar
22 Sep 2024 - 10:02

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د هېواد کرکټ ملي لوبډله د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن خپله درېیمه او وروستۍ لوبه له سوېلي افریقا سره کوي.

دغه سیالۍ د افغانستان په کوربه‌توب د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې ترسره کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د کرکټ ملي لوبډله به د درېیو یو ورځنیو نړۍوالو لوبو په لړ کې نن خپله درېیمه او وروستۍ سیالي له سوېلي افریقا سره ترسره کړي.

دغه سیالي به د افغانستان په وخت د مازدیګر په څلورنیمو بجو پیل شي.

د یادونې ده چې افغانستان په لومړیو دوه لوبو کې سوېلي افریقا ته ماتې ورکړې او روانو سیالیو کې یې دوه پر صفر مخکې والی ترلاسه کړی دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.