منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۳ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کار وزارت: د سږ کال په دویمه ربعه کې مو څه باندې ۳۴ زره کسانو ته د کار جوازونه وېشلي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۲۰ کتنې

کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د روان کال په دویمه ربعه کې یې څه باندې ۳۴ زره کسانو ته د کار جوازونه وېشلي دي.

یاد وزارت نن (د لړم لومړې نېټه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال په دویمه ربعه کې ۳۴ زره او ۶۰۴ کسانو ته د کار جوازونه وېشل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې: « په یادو ارقامو کې ۲۴۷۶۷ تنه نارینه او ۸۷۱ تنه ښځینه په امارتي ادارو، ۶۲۱۶ تنه نارینه او ۱۶۲۸ ښځینه په خصوصي سکټورونو او همدارنګه ۱۱۲۲ تنه بهرني وګړي په بېلابېلو برخو کې په رسمي دندو ګمارل شوي او له دې وزارته یې د کار جوازونه ترلاسه کړي دي.»

په پای کې راغلي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د روان کال په لومړۍ ربعه کې هم ۲۲ زره او ۴۲۷ کسانو ته د کار جوازونه وېشلي وو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست