کابل (پژواک،۲۴ مرغومی ۱۴۰۳): ځینې ډاکتران او د چاپېریال ساتنې برخې پوهان له کورنیو غواړي چې د پلاستیکي کڅوړو پر ځای تکهيي او کاغذي کڅوړې و کاروي څو هم د بېلابېلو خطرناکو ناروغیو او هم د چاپېریال له ککړېدو مخنیوی وشي.
په نړۍ کې له پلاستیکي کڅوړو د استفادې په ډېرېدو سره، د چاپېریال ساتنې برخې پوهان وايي چې پلاستیک د ځمکې پر سر د ټولو کثافاتو پر پرتله د ډېر عمر درلودو له امله، د چاپېریال د ککړتیا تر ټولو خطرناک لامل دی.
«پلاسیتک سلګونه کاله په طبیعت کې پاتې کېږي او د حیواناتو او بوټو د له منځه تلو لامل ګرځي»
د چاپېریال ساتنې برخې یوه کارپوه نجیبالله سدید پژواک خبري اژانس ته وویل، پلاستیک کولی شي چې په خاوره کې ۴۵۰ کاله مقاومت وکړي او تجزیه نهشي که تجزیه هم شي، د هغه پاتېشونې خپل زیانونه لري.
د هغه په خبره، پلاستیک د ونو او بوټو د له منځه تلو او وچېدو، د ځمکې د حاصلاتو او د څارویو د له منځه تلو لامل کېږي.
سدید له سرپرست حکومته غوښتنه وکړه څو د پلاستیکي کڅوړو له کارونې د مخنیوي په موخه، د هغه بیه دې لوړه کړي څو خلک یې د پېرلو وس و نه لري او تکهیي کڅوړو ته مخه کړي.
د چاپېریال ساتنې برخې یو بل کارپوه سیدمحمد سلیمانخېل وایي، پلاستیک کولی شي چې د خاورې، اوبو او هوا د ککړتیا لامل شي او په پایله کې د ایکوسیستم تخریب کړي.
هغه له حکومته غوښتنه کوي څو د پلاستیکي کڅوړو کارولو د کمولو لپاره د پلاستیک د زیانونو په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي، پلاستیک دې له تولید تر مصرفه مدیرت کړي، دغهراز دې تکهیي او یا کاغذي کڅوړو کارول دې دود کړي.
د پلاستیکي کڅوړو کارول د سرطان، د ویني فشار او په ښځو کې د ولادي ستونزو لامل کېږي
ډاکټران خبرداری ورکوي چې په پلاستیکي خریطو کې د ګرمو غذایي موادو لکه وچه ډوډۍ، پخه شوې غوښې، جواري، سوپ، چپس او نورو ګرمو غذایي موادو لېږدول د بېلابېلو ناروغیو د رامنځته کېدو لامل کېږي.
د عمومي داخله ناروغیو متخصص ډاکټر محمدابراهیم دلیلي پژواک ته وویل: «د پلاستیک په جوړښت کې خطرناک زهري مواد شتون لري چې د ګرمې ډودۍ، سوپ، چپس، جواري او نورو ګرمو غذایي موادو په لګېدو سره هغه زهري مواد ازادېږي او د مصرف کوونکي شخص بدن ته انتقالیږي چې د دغو زهري موادو د انتقال په نتیجه کې د زړه، سرطان، هضمي جهاز، د ویني فشار او په ښځو کې د ولادي ناروغیو لامل کېږي.»
دلیلي له کورنیو وغوښتل چې د پلاستیکي کڅوړو له کارولو ډډه وکړي او د هغو پر ځای له کاغذي او تکهيي کڅوړو استفاده وکړي څو هم د خطرناکو ناروغیو او هم د چاپېریال له ککړتیا مخنیوی وشي.
هغه دغهراز له حکومته وغوښتل څو داسې مقررات وضع کړي چې خلک د تکهيي او کاغذي کڅوړو کارولو ته اړ شي.
ځینې هټۍوال وايي، پلاستیکي کڅوړې د پرېمانۍ او ټیټې بیې له امله ډېرې کارول کېږي.
قدیر چې په کابل ښار کې هټۍ لري وايي د ورځې له ۱۵۰ تر ۲۰۰ پلاستیکي کڅوړې استفاده کوي او د خلکو غوښتنه هم دا ده چې هر کوچنی یا غټ څیز چې پېري په کڅوړه کې یې ورته واچوي، له همدې امله یې د پلاستیکي کڅوړو مصرف ډېر دی.
محمدفرید چې څه باندې ۳۰ کاله کېږي هټۍوال دی وايي، هره ورځ شاوخوا ۱۰۰ پلاستیکي کڅوړې مصرفوي او اړ دی هر څه چې پر خلکو پلوري په پلاستیک کې یې ورکړي؛ ځکه بدیل نشته او خلک له تکهيي کڅوړو کار نه اخلي.
حکومتي بنسټونو د پلاستیکي کڅوړو کارونې د مخنیوي لپاره څه اقدامات کړي؟
د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي چې دغه ادارې په تېرو څو کلونو کې په ټوله کې د پلاستیکي کڅوړو واردات منعه کړي او د پلاستیک تولیدوونکي شرکتونو ته یې جوازونه ورکړي او تعهد یې ترې اخیستی چې د وخت په تېرېدو خپل تولیدات کم کړي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د ککړتیاوو د کنټرول مسوول انجنیز طوفان جبران زیاته کړه چې په کوچنۍ کچه هم دې ادارې خلکو ته عامه پوهاوی او پيغام رسولی څو د چاپېریال ساتنې فرهنګ رامنځته شي او خپله ښاریان د پلاستیکي کڅوړو د له حد ډېر کارولو مخه ونیسي.
بلخوا، د کابل ښاروالی استازي نعمتالله بارکزي وویل چې دغه اداره هره میاشت پروګرامونه لري او هڅه کوي د تکهيي کڅوړو د کارولو ګټو په اړه عامه پوهاوی خلکو ته ورکړي او پر یوه ښاري فرهنګ یې بدل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان مخکې له دې ویلي و، هر کال څه باندې ۴۰۰ میلیون ټنه پلاستیک په ټوله نړۍ کې تولیدېږي چې نیمايي یې یوازې د یو ځل کارولو لپاره جوړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان زیاته کړې وه چې دغه پلاستیکونه له یوه ځل کارولو وروسته غورځول او یا سوځول کیږي چې د انسان روغتیا، چاپېریال او هر ایکوسیسټم ته زیان رسوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP