Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بلخ «پسته مزار» تفریحي سیمه کې د اسانتیاوو له نشتوالي د خلکو شکایت

مزارشریف (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۴): د بلخ په مارمل ولسوالۍ کې «پسته مزار» سیمه چې په دې وروستیو کې پر یو تفریحي ځای بدله شوې، د پسرلي په راتلو سره اوس هره ورځ سلګونه کسان ورځي خو هلته د هغوی لپاره امکانات او اسانتیاوې نشته.

پسته مزار په مارمل ولسوالۍ کې د بلخ له مرکز مزارشریف ښاره شاوخوا ۲۰ کیلومتره لرې پرته سیمه ده چې د پسرلي په راتلو سره هره ورځ سلګونه کسان د سیل او تفریح لپاره ورځي.

دې سیمې د زرغونو تپو، لوړو غرونو او پاکې هوا په درلودو سره د بلخ په ګډون د هېواد له ګڼو ولایتونو د سیلانیانو پام ځان ته ور اړولی دی.

هغه کسان چې دې سیمې ته ورغلي وايي، پخوا د جګړو او ناامنیو له امله تفریحي ځایونو ته له ورتلو محروم وو خو اوس په ډاډه زړه کولای شي د سیل او تفریح لپاره د هېواد بېلابېلو سیمو ته ولاړ شي.

د بلخ اوسېدونکي سیف‌الدین چې له خپلو ملګرو سره دلته راغلی وویل، خوشاله دی چې د امن په فضا کې له خپلو ملګرو او کورنۍ سره دغه ډول سیمو ته راځي.

ورته مهال، د هېواد له نورو ولایتونو دې سیمې ته راغلي سیلانیان، دلته د لومړنیو اسانتیاوو له نشتوالي شکایت کوي.

سخي‌الرحمن چې له خوست ولایته دې سیمې ته په چکر راغلی وايي، د پاکو اوبو، جومات، رسټورانټ او پوخ سړک نشتوالی د دې سیمې عمده ستونزې دي چې سیمه‌ییز حکومت باید جدي پاملرنه ورته وکړي.

دغه راز، د کندهار ولایت اوسېدونکي عزت‌الله حبیب وویل، حکومت باید په دې تفریحي سیمه کې سیلانیانو ته لومړني امکانات برابر کړي او دغه راز یې له خلکو وغوښتل چې د چکر پر مهال د یادې سیمې پاکوالي ته پام وکړي.

په همدې حال کې د بلخ سیمه‌ییز مسوولین په تفریحي سیمو کې د اسانتیاوو پر برابرېدو ټینګار کوي.

د بلخ د والي ویاند عطاءالله زید پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ولایت بېلابېل تفریحي ځایونه لري چې د پسرلي په موسم کې ډېر شمېر خلک د چکر او لیدو په موخه ورځي.

بلخوا، د بلخ د اطلاعات او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، د اختر په شپو ورځو کې د بهرنیو سیلانیانو په ګډون ۱۲ زره کسانو د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې ده.

د یاد ریاست معلوماتو له‌ مخې، د تېر کوچني اختر په شپو ورځو کې شاوخوا ۱۲ زره کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې ده.

په بلخ کې د پسته مزار ترڅنګ د شادیانو دښته، قوش‌تیپې کانال، امو سیند او خواجه سکندر هغه تفریحي سیمې دي چې په دې وروستیو کې ګڼ شمېر سیلانیان د چکر او تفریح لپاره ورځي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.