کندوز (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۴): کندوز کې ځایي سرچینو د دغه ولایت په مرکز او څو ولسوالیو کې له ملخانو سره د مبارزې کمپاین پیلېدو خبر ورکړی دی.
د کندوز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر صلاحالدین واحدي وایي چې دغه کمپاین عملاً د دغه ولایت له ابدان دښتې پیل شوی او د دغه ولایت په مرکز، دشت ارچي، امام صاحب، چهار دره او اقتاش ولسوالیو کې به تطبیق شي.
د هغه په خبره، دغه کمپاین په دغه ولایت کې د خوړو او کرنې سازمان په مالي ملاتړ د ملخانو له افت سره د مبارزې په موخه د کرنې وزارت د نباتاتو ساتنې او قرنطین ریاست د پلان له مخې ترسره شوی دی.
هغه وویل: «د دغو اقداماتو موخه په لومړي پړاو کې د ملخانو د افت پراخېدو او د کرنیزو ځمکو ته د زیان اوښتو مخنیوی دی.»
واحدي وایي چې د پروګرام په پیل کې تخنیکي کارمندانو ته لازمې لارښوونې وشوې او د دغه کمپاین د څرنګوالي په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول.
ورته مهال، په کندوز کې یو شمېر بزګرو او مالدارانو له ملخانو سره د مبارزې کمپاین پیلېدو ته خوښي ښودلې ده.
په دغه ولایت کې یو کروندګر محمد اسحاق وایي: «ملخان هر کال په دغه موسم کې هجوم راوړي، موږ ډېر خوښ یو چې کمپاین پیل شو، که دغه کمپاین تطبیق نه شي، ملخان کرنیزو ځمکو او څرځایونو ته زیان رسوي.»
دغهراز، یو مالدار شفیقالله وایي چې د دغه کمپاین په تطبیق سره به څرځایونه د ملخانو له خطره خلاص شي او د دوی څاروي به په کافي اندازه واښه ولري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP