فراه (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۴): د فراه ولایت له بالابلوک او فراهرود ولسوالیو پرته د نورو ټولو ولسوالیو سړکونه لا هم خامه دي چې له امله یې خلک په بېلابېلو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.
فراه د هېواد په سوېللوېدیځ کې له ایران سره پر پوله پروت یو کرنیز ولایت دی چې یوولس ولسوالۍ لري.
اوس د دغه ولایت اوسېدونکي شکایت کوي چې په فراه کې یوازې د دوو ولسوالیو سړکونه جوړ او د پاتې نهو یې لا هم نه دي رغول شوي چې له امله یې دوی په بېلابېلو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.
دوی وايي، ناروغان یې روغتون ته پر وخت نه رسېږي، کرنیز محصولات یې له بازاره پاتې وي او که د خپلو ورځنیو چارو لپاره فراه ښار ته ځي نو ورځ یې پر لاره تېرېږي.
د بکواه ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حاجي ابراهیم وویل: «د ۴۵ دقیقو لاره ده، موږ اوس په څلورو ساعتونو کې ښار ته رسېږو، د بکواه سړک له یوې مخې خراب دی، له هر طرفه چې ځو راځو، ۴۵۰ افغانۍ کرایه ورکوو.»
هغه دغه راز وویل، که د بکواه ولسوالۍ سړک جوړ شي، نو د ګلستان او دلارام ولسوالیو د خلکو لاره به هم تر ښاره لنډه شي.
همدارنګه د جوین ولسوالۍ اوسېدونکي علياحمد وویل، د ولسوالۍ سړک یې خراب دی چې له امله یې دوی نه شي کولای خپل ناروغان پر وخت تر روغتونه ورسوي.
هغه وویل: «سړک مو خراب دی، په ولسوالۍ کې هم پرمختللی روغتون نشته، اړ یو خپل ناروغان پر همدې خرابه لار ښار ته ورسوو، که سړک جوړ وي، په نیم ساعت کې رسېږي خو اوس درې ساعته مزل کوو، څو خپل ناروغان ښار ته ورسوو، له حکومته غواړو چې دا سړک جوړ کړي.»
ورته مهال، د خاکسفید ولسوالۍ د دیوالسرخ کلي یوه موټرچلوونکي محمد وزیر وویل، د سړکونو د خرابوالي له امله یې اکثره وخت موټر په لارو کې خرابېږي.
نوموړي دغه راز وویل، فراه یو کرنیز ولایت دی او که سړکونه او لویې لارې یې جوړې شي، کرنیز محصولات به یې پر وخت تر بازاره ورسېږي.
په همدې حال کې د فراه د ټولګټو چارو ریاست مسوولین هم مني چې د دغه ولایت د ډېرو ولسوالیو سړکونه خراب او خلک یې له ستونزو سره مخ دي خو زیاتوي چې په دې برخه کې یې ځیني اقدامات ترسره کړي دي.
د دغه ریاست د ودانیزو چارو مسوول انجینر شېراحمد نصري پژواک ته وویل، هڅه کوي د یوه پنځه کلن پلان له مخې د بکواه ولسوالۍ ۱۱۰ کیلومتره سړک چې له ګلستان او پرچمن ولسواليو تېرېږي او لوېدیځ لور ته د نیمروز ولایت له دلارام ولسوالۍ او ختیځ لور ته له غور ولایت سره نښلي، جوړ کړي.
هغه وویل، دغه راز د ایران او افغانستان له ګډې پولې تر فراه ښاره پورې اوس د یوه بل سړک د جوړېدو چارې هم روانې دي چې ۱۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري.
هغه وویل، د دغه سړک چارې د ایران د حکومت له لوري پیل شوې چې ۶۴ کیلومتره یې د مخکني حکومت پر مهال جوړ شوی او په بشپړېدو سره به یې قلعهکاه ولسوالي له فراه ښار سره ونښلول شي.
د نوموړي په خبره، په دې وروستیو کې یې د فراه د بېلابېلو ولسوالیو پر ۱۳۰ کیلومتره سړکونو جغل هم اچولی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP