Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نن په کابل کې د افغانستان – پاکستان د همغږۍ ګډې کمېټې غونډه جوړېږي

کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۴): د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، نن په کابل کې د همغږۍ د ګډې کمېټې په نوم د افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډه غونډه کېږي.

ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، نن په کابل کې د همغږۍ د ګډې کمېټې (JCC) په نوم د افغانستان او پاکستان ترمنځ مشترکه غونډه کېږي.

هغه لیکلي، د پاکستاني پلاوي مشري به د هغه هېواد ځانګړی استازی محمدصاق خان او د افغان لوري مشري د ملي دفاع وزارت مرستیال ملا عبدالقیوم ذاکر کوي.

مجاهد زیاته کړې، دا د « JCC» اوومه غونډه ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یو ځل په اسلام‌اباد او یو ځل په کابل کې ترسره کېږي.

نوموړي لیکلي، په دې غونډه کې به د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د احتمالي ستونزو د هواري او د دواړو لورو ولسونو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي صادق خان په مشرۍ یو پلاوی نن سهار کابل ته راغلی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.