منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۵ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان او روسیې ترمنځ پنځه تفاهمنامې لاسلیک شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۸۸ کتنې

کابل (پژواک، ٢٦ غویی ١٤٠٤): افغانستان او روسیې نن د ترانسپورټ او ترانزیټ، سوداګرۍ پراختیا، نفت او ګازو، د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او صنعتي- لوجستیکي کمپلېکس جوړولو په برخو کې د همکاریو پنځه تفاهمنامې لاسلیک کړې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونيت د خبرپاڼې له مخې، دغه تفاهمنامې، د دغه ریاست اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او په اقتصادي چارو کې د روسیې فدراسیون د لومړي وزیر د مرستیال الکسي اویرچوک په حضور کې نن د افغانستان – روسیې د سوداګریز فورم د پرانیست‌غونډې په پای کې د تاتارستان جمهوریت په کازان ښار کې لاسلیک شوې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یادې تفاهمنامې د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او د روسیې فدراسیون د ترانسپورټ وزارت ترمنځ د ترانسپورټ او ترانزیټ، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې پراختیا، د دواړو هېوادونو د یو شمېر لویو خصوصي شرکتونو ترمنځ په افغانستان کې د نفت او ګازو د اکتشاف استخراج او تصفیې او همداراز د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او صنعتي- لوجستیکي کمپلېکس جوړولو په برخو کې لاسلیک شوي دي