منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۵ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د پاکستان له زندانونو نږدې ۲۹۰ افغان کډوال ازاد شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۴۶ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو ۲۸۶ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول.

د کډوالو وزارت نن پر خپله ایکس ‌پاڼه لیکلي چې یاد شمېر افغان کډوال تېره ورځ هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې د کندهار سپین‌بولدک د سرحدي امریت له قوله لیکلي چې یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او له یوې تر پنځو ورځو بندیان وو.

د سرچینې په حواله، دغه کسان د ثبت او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ولېږدول شول.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې غويي میاشتې په ۲۵مه او ۲۶مه هم ۱۹۳ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.