Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کافا جام سیالۍ؛ د افغانستان له ۲۰ کلونو کم‌عمره ملي لوبډله نن له قرغیزستان سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۴): د افغانستان له ۲۰ کلونو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله به نن د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالیو )کافا) په لړ کې خپله دویمه لوبه د قرغیزستان له لوبډلې سره ترسره کړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي، د هېواد له ۲۰ کلونو کم‌عمره فوټبال لوبډله د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالیو (کافا) په لړ کې نن مازدیګر ۴:۳۰ بجې د قرغیزستان له لوبډلې سره لوبه کوي.

یاده سیالي د تاجکستان په پلازمینه دوشنبې ښار کې ترسره کېږي.

افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې خپله لومړی لوبه تاجکستان ته بایللې ده.

د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالۍ (کافا) د جون په لمسه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې پیل شوي چې د افغانستان په ګډون د ایران، قرغیزستان، اوزبېکستان، ترکمنستان او تاجکستان له ۲۰ کلونو کم‌عمره ملي لوبډلې په‌کې برخه لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.