ژبه

غزني کې د دوو ترافيکي پېښو له امله ۱۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

غزني ښار ( پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۴): د غزني سیمه‌ییز مسوولین وایې چې په دغه ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور ټپيان شوي دي.

د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې لومړۍ پېښه تېره ورځ د غزني د آب‌بند ولسوالۍ اړوند د کابل ـ کندهار پر لویه لار د سپين بند په سیمه کې د تېلو ټانکر، یوه مسافر وړونکي موټر او زرنج د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

سرچينې لیکلي چې په دغه پېښه کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او نهه نور ټپیان شوي دي.

سرچينې دغه‌راز ویلي، دویمه پېښه نن سهار د ګيلان ولسوالۍ اړوند د کابل- کندهار پر لویه لار توري پوستې ته څېرمه د یوه کرولا ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

امنیه قوماندانۍ لیکلي چې په دغه پېښه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

ورته موضوع