منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۷ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۳۷ کتنې

جلال‌اباد (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د سره‌رود ولسوالۍ مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د سره‌ردو ولسوالۍ اړوند د شیخ مصري د ورخي کمپ ساحه کې د  ټېلر او ریکشې ترمنځ د ټکر له امله شوې ده.

سرچينې لیکلي چې په دې پېښه کې دوه کسان مړه شوي دي.