<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴): د نورستان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر شخړه کې یوه کس خپل ورور په ډزو وژلی دی.</p>
<p style="text-align: justify;">د نورستان امنیې قوماندانۍ ویاند غلامرحمن حیدري پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه د دواب ولسوالۍ د ژونیا درې په باداري کلی کې شوې ده.</p>
<p style="text-align: justify;">هغه زیاته کړه چې شخړه د ځمکې پر سر شوې او امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې قاتل ونیسي.</p>