Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د متحده عربي اماراتو شل‌اوریز لیګ ته ۱۲ افغان لوبغاړي اخیستل شوي

کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۴): د متحده عربي اماراتو شل‌اوریز سوداګریز کرکټ لیګ سیالیو ته د بېلابېلو لوبډلو له لوري ۱۲ افغان لوبغاړي اخیستل شوي دي.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د متحده عربي اماراتو شل‌اوریز کرکټ لیګ څلورم پړاو سیالۍ د ډسمبر په دویمه د شپږو لوبډلو ترمنځ پیلېږي او د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ تر څلورمې به دوام ولري.

په یادو سیالیو کې شپږ لوبډلې دوبۍ کیپیټلز، ډیزرټ واپیرز، ګلف جاینټس، اېم‌اې اماراتس، شارجه واریرز او ابو دوبی کینګز رایډرز شاملې دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سیدنسیم سادات پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې په دغو سیالیو کې محمدنبي، ګلبدین نایب، صدیق اتل، عرب‌ګل او وقار سلام‌خېل د دوبۍ کیپیټلز لوبډلې، فریدون داودزی او قیس‌احمد د ډیزرټ واپیرز لوبډلې، رحمان‌الله ګربز او عظمت‌الله عمرزی د ګلف جاینټس لوبډلې، نوین‌الحق، فضل‌حق فاروقي، الله‌محمد غضنفر د اېم ایې اماراټس لوبډلې له لوري اخیستل شوي دي.

د یادونې ده، یو شمېر افغان لوبغاړي د یاد لیګ ترڅنګ له دې مخکې د هند، بنګله‌دېش، سریلانکا، پاکستان، سوېلي افریقا، امریکا او یو شمېر نورو سوداګریزو لیګونو کې لوبېدلي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.