Language

میدان‌وردګو کې د دېوال نړېدو پېښه کې دوو ښځو ژوند له لاسه ورکړی

میدان‌ښار (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۵): د میدان‌وردګو امنیه قومانداني وایې چې د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د یوه دېوال نړېدو له امله دوو ښځو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د میدان‌وردګو د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د جغتو ولسوالۍ اړوند په دهنه کلي کې شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې دېوال د وروستیو بارانونو له امله نړېدلی، دوه ښځې ترې لاندې شوې او مړې شوې دي.

د یادونې ده، یوه اونۍ مخکې هم په همدې ولسوالۍ کې د بارانونو له کبله د دېوال نړېدو په یوه بله پېښه کې دوه ماشومان مړه شوي وو.