ژبه

غزني کې د پخواني ماین د چاودنې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړ

<p style="text-align: justify;">غزني‌ښار (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۵): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې د یوه زاړه ماین د چاودنې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی دی.</p>

<p style="text-align: justify;">د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د قره‌باغ ولسوالۍ په عسکر کوټ سیمه کې شوې ده.</p>

<p style="text-align: justify;">خبرپاڼه کې راغلي، پېښه هغه مهال را منځته شوه چې یوه کس پر ټراکټور ځمکه اړوله او ټراکټور يې د ځمکې لاندې پر پخواني پاتې شوي ماین وربرابر شو.</p>

<p style="text-align: justify;">دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې وړاندې هم د غزني ولایت په واغظ ولسوالۍ کې ورته پېښه شوې وه. په هغې پېښه کې هم یو ټراکټور د پخواني ماین ښکار شوی و او چلوونکي یې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.</p>

ورته موضوع