ژبه

د هرات د فلزکارانو اتحادیې د رییس د قتل په تور یو کس نیول شوی

هرات (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۵): د هرات امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د فلزکارانو اتحادیې د رییس ارباب محمد داوود عرب د قتل په تور یو کس نیول شوی دی.

سرچینه زیاتوي چې ارباب محمد داوود عرب پرون په هرات ښار کې وژل شوی و.

د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند ډاکټر سید مسعود حسیني پژواک ته وویل چې د دې پېښې له رامنځته کېدو وروسته، کشفي او امنیتي ارګانونو هر اړخیزې څېړنې پیل کړې او په پایله کې یې پر قتل تورن کس د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې ونیو.

هغه زیاته کړه چې نیول شوي کس په خپلو لومړنیو اعترافونو کې ویلي چې دغه قتل د شخصي خصومت له امله شوی دی.

د هغه په خبره، دغه قضیه لا هم د امنیتي او عدلي ارګانونو تر لا زیاتو څېړنو لاندې ده او وروستۍ پلټنې روانې دي.

ورته موضوع