کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۵): د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ویلي چې په ایران کې یې پر څو موخو تازه بریدونه کړي او د ایران سپاه پاسداران هم خبر ورکړی چې په سیمه کې یې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) نن (یکشنبه) سهار وخته دوه بجې او ۱۵ دقیقې په یوه اعلامیه کې ویلي چې هرمز تنګي ته نږدې پر یوه تجارتي بېړۍ د ایران د بېپیلوټه الوتکې د برید په غبرګون کې یې په ایران کې څو اهداف ویشتلي دي.
سنټکام زیاته کړې چې دغه سوداګریزه بېړۍ د پاناما تر بیرغ لاندې هرمز تنګي ته نږدې تېرېده او څه باندې دوه میلیونه بېرله خام تېل یې لېږدول چې د ایران د یوې بېپیلوټه الوتکې موخه ګرځېدلې وه.
په اعلامیه کې ویل شوي چې امریکایي ځواکونو د هغه څه په غبرګون کې چې «د سوداګریزو کښتیو پر وړاندې د ایران د سرغړونو دوام» بلل شوی، په ایران کې څو پوځي اهداف په نښه کړي دي.
د سنټکام له مخې، امریکایي پوځي الوتکو د ایران د پوځي څارنې زېربناوې، د مخابراتو سیسټمونه، د هوايي دفاع پوستې، د بېپیلوټه الوتکو د زېرمو مرکزونه او د مایناېښودلو وړتیاوې هدف ګرځولې دي.
خو د امریکا مرکزي قوماندانۍ د دغو بریدونو دقیق ځای نه دی په ډاګه کړی.
بل لور ته، تسنیم خبري اژانس د سپاه پاسداران د عامه اړیکو په حواله راپور ورکړی چې د دغو بریدونو په غبرګون کې یې د کویت په «عليالسالم» هوايي اډه او د بحرین په سلمان بندر کې د امریکا د سمندري ځواکونو پر مرکز توغندیز او بېپیلوټه بریدونه کړي دي.
سپاه پاسداران ویلي چې د بالسټیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله یې د کویت په عليالسالم اډه او د بحرین په سلمان بندر کې د امریکا د پنځمې سمندري بېړۍ پر اتو مهمو زېربناوو برید کړی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي: «هغه متجاوز دښمن چې د ژمنو ماتول یې عادت دي، د سمندر له قوانینو د سرغړونې په پلمه، د سپاه د سمندري ځواکونو د یوې پېښې په غبرګون کې د ایران پر پنځو ساحلي پوستو برید کړی و.»
سپاه پاسداران زیاته کړې: «د هرمز تنګي د تګ راتګ د کنټرول ترتیبات د اسلاماباد د تفاهملیک له مخې، د ایران له اسلامي جمهوریت سره دي او له دې وروسته به له سرغړوونکو کښتیو سره لا سخت چلند وشي، او د دښمن هر ډول تجاوز به که هره بهانه ولري، سخت ځواب ولري.»
دا په داسې حال کې ده چې امریکا او ایران پرون هم پر یو بل بریدونه کړي وو.