کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د امریکا د سوېلي کارولینا ایالت د جمهوريغوښتونکي ګوند د مخکښ سناتور لېنډسي ګراهام دفتر اعلان کړی چې ګراهام تېره شپه د یوې ناڅاپي ناروغۍ له امله د ۷۱ کلونو په عمر مړ شو.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د لېنډسي ګراهام دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې نوموړي تېره شپه (شنبه) د یوې لنډې ناڅاپي ناروغۍ له تېرولو وروسته ساه ورکړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ګراهام کورنۍ د خلکو له خوا د خواخوږۍ او دعاوو له څرګندونو مننه کړې او په دغه سخت پړاو کې یې د خپل شخصي حریم د درناوي غوښتنه کړې ده.
تر اوسه د هغه د ناروغۍ د لامل په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
لېنډسي ګراهام د امریکا د جمهوريغوښتونکي ګوند له پېژندل شوو څېرو و او د امریکا په سنا کې یې د سوېلي کارولینا ایالت استازیتوب کاوه.
هغه د خپل سیاسي فعالیت پر مهال د بهرنۍ پالیسۍ، ملي امنیت او دفاعي چارو برخو کې مهم رول درلود او په وروستیو کلونو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له نږدې سیاسي متحدینو ګڼل کېده.