کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره اونۍ د پاکستان له زندانونو ۱۴۱۶ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت نن (پنجشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد کسان د بېلابېلو دلیلونو له امله د مختلفو مودو لپاره په زندانونو کې ساتل کېدل.
سرچینې زیاته کړې، له يادې ډلې ۱۰۸۳ کسان د تورخم او ۳۳۳ نور د کندهار د سپینبولدک له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، یادو کسانو له ثبت وروسته مرستې ترلاسه کړې او بیا خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.