منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:24 غ.م
ننوتل
13° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
دولت او سياست

افغان او اماراتي چارواکو د سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

· 2 دقیقې لوستل · 315 کتنې

کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۵): په دوبۍ کې د افغانستان سرکونسل د دغه ښار د سوداګرۍ خونې له رییس سره په لیدنه کې د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي، له افغانستانه صادراتو کې د اسانتیا، په نړۍوالو نندارتونونو کې د افغان سوداګرو د ګډون لپاره د زمینې برابرولو او د سوداګرۍ او پانګونې برخو کې د همکاریو پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه  خبر ورکړی چې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان اسلامي امارت سرکونسل عبدالرحمن فدا او په دوبۍ کې د افغانستان سوداګریزې اتشې احمدبلال د دوبۍ د سوداګرۍ خونې له رییس محمدعلي لوتاه سره لیدنه او خبرې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د افغانستان او دوبۍ ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د حجم د زیاتوالي پر لارو چارو بحث او خبرې کړې دي.

د خبر له مخې، دوبۍ ته د افغانستان د توکو د لېږد لپاره د مناسبو لارو رامنځته کول، په نړۍوالو نندارتونونو کې د افغان سوداګرو د حضور او ګډون لپاره د زمینې برابرول او د سوداګرۍ او پانګونې برخو کې د همکاریو پیاوړتیا د دې خبرو له نورو مهمو موضوعاتو وو.

په پای کې، دواړو لورو د همکاریو پر دوام او د افغانستان او دوبۍ ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د عملي اقداماتو پر ترسره کولو ټینګار وکړ.