ژبه

بلخ کې تر سلو ډېر روغتیايي مرکزونه او درملتونونه تړل شوي

هجرت‌الله کاکړ

۲ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶:۳۴

Views: ۸

کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۵): د عامې روغتیا وزارت وایي، په بلخ ولایت کې یې له روغتیایي قوانینو او مقرراتو د سرغړونو له امله ۱۵ درملتونونه، ۱۰ د درملو پلورنځي، ۴ روغتونونه، ۴۳ کتنځایونه، ۱۲ لابراتوارونه، دوه د ایکسرې مرکزونه، ۹ اوپي‌ډي کلینیکونه او شپږ د دودیز طبابت مرکزونه تړلي دي.

د عامې روغتیا وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د بلخ عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسوولینو د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ۲۰۷ خصوصي روغتیايي مرکزونو نظارت کړی دی.

سرچینه زیاتوي چې په پایله کې یې له روغتیايي قوانینو او مقرراتو د سرغړونې له امله ۱۵ درملتونونه، ۱۰ د درملو عمده پلورنځي، ۴ روغتونونه، ۴۳ روغتیایي کتنځي، ۱۲ لابراتوارونه، ۲ د ایکسرې مرکزونه، ۹ OPD کلینیکونه او ۶ د دودیز طبابت مرکزونه وتړل شول.

دغه وزارت لیکلي، همدارنګه د یاد نظارت په جریان کې ۱۵۹ قلمه له نېټې تېر او بې‌کیفیته درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول.