کابل (پژواک) ـ د ملي بس امارتي شرکت اجرائیوي رییس عبدالباقي مقیم او ورسره ملي پلاوي په چین کې د «AIPU» شرکت له مسوولانو سره د مليبسونو د تولید او پېرلو، د میترو او ښاري ترانسپورټ د پراختیا برخو کې د همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د امارتي شرکتونو لوی ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د مليبس امارتي شرکت اجرائیوي رییس حافظ عبدالباقي مقیم او ورسره مل پلاوي د چین د دونګ ولایت د «AIPU VEHICLES CO., LTD» شرکت له مسوولینو سره لیدلي دي.
سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د عصري مليبسونو د تولید او پېرلو، د میټرو، بيارټي او ښاري ترانسپورټ پراختیا برخو کې د همکاریو او عملي فرصتونو په اړه خبرې کړې دي.
خبرپاڼه کې راغلي، د دغه سفر موخه د هېواد د عامه ترانسپورټ د سیسټم عصري کول، د ترانسپورټي خدمتونو د کیفیت لوړول، د ښاري ګڼهګوڼې کمولو لپاره د اغېزناکو حللارو موندل او هېوادوالو ته د خوندي، معیاري، منظم او ارزانه ترانسپورټي خدمتونو برابرول دي.
#ملي_بس #ښاري_ترانسپورټ #چټک_بس_چلونیز_سیستم #افغانستان










