منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۷ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

کندهار کې بهر ته د ۱۵۹ تاریخي سکو د قاچاق مخه ونیول شوه

· ۱ دقیقه لوستل

کندهار (پژواک) – د کورنیو چارو وزارت وایي، د کندهار د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر سرحدي ځواکونو بهر ته د ۱۵۹ تاریخي سکو د قاچاق مخه نیولې او په تړاو یې یو کس نیولی دی.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سکې د افغانستان د پخوانیو پاچاهانو، امان‌الله خان، نادرشاه او محمدظاهرشاه د واکمنیو له دورو سره تړاو لري.

سرچینه زیاتوي، یوه کس غوښتل یادې سکې په قاچاقي ډول له هېواده بهر ولېږدوي، خو د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر امنیتي ځواکونو کشف او ضبط کړې.

د یاد وزارت په وینا، نیول شوی کس به له څېړنو وروسته له ضبط شویو تاریخي سکو سره یوځای عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.