Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د سمنګان ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په خرم و سارباغ ولسوالۍ کې د څه باندې اووه میلیون افغانیو په لګښت د پنځو پرمختیایي پروژو چارې پیل شوې دي.
د راپورونو له مخې، په بلوچستان کې د یوې چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته روان شوی دی.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی د کاسا زره پروژې په اړه جوړه شوې ناسته کې د ګډون په موخه تاجکستان ته ولاړ.
غزني کې د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایې، د رزمي ورزشونو «هوشارافو» سبک دوه ورځنۍ سیالۍ چې د شپږو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د دغه ولایت په ورزشي جمنازیوم کې پيل شوې وې، پای ته ورسېدې.
د ټولګټو وزارت وايي، د کابل – جلالآباد لويه لار چې د «تنګي غارو» په سیمه کې د غرښویېدنې له امله تړل شوې وه، په بشپړ ډول د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
په داسې حال کې یوازې په کابل ښار کې د ورځې څلور ټنه پلاستیکي کڅوړې کارېږي چې د روغتیايي چارو متخصصین له دې ډول کڅوړو ګټه اخیستنه د اندېښنې وړ او خطرناکه بولي.
د غزني د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، د جاغوري ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د هغه کس جسد پیدا کړی چې یوه اونۍ مخکې نادرکه شوی و.
د مالیې وزارت وايي، جلالاباد ښار کې د څه باندې ۶۵۵ میلیون افغانیو په پانګونه د «صلاحالدین ایوبي» په نوم د یوې سوداګریزې او استوګنیزې ودانۍ جوړولو تړون لاسلیک شو.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ نړۍوالې شورا د یو ورځنیو لوبو په تازه درجهبندۍ کې اووم مقام ترلاسه کړی دی.
بلخ کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت له لوري د څه باندې ۲۵۸ میلیون افغانیو په لګښت د تختهپل د اوبو رسولو شبکې چارې بشپړې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنيو لوبو اتم پړاو سيالۍ د ننګرهار په کوربهتوب پيل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP