Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د رزمي ورزشونو «هوشارافو» سبک سیالۍ پای ته ورسېدې

غزني ( پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۴ ): غزني کې د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایې، د رزمي ورزشونو «هوشارافو» سبک دوه ورځنۍ سیالۍ چې د شپږو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د دغه ولایت په ورزشي جمنازیوم کې پيل شوې وې، پای ته ورسېدې.

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امر حاجي بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، دا سیالۍ د رزمي ورزشونو د فدراسیون له‌ لوري د شپږو ولایتونو د هوشارافو سبک د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې.

نوموړي وویل، په دې سیالیو کې د غزني، کابل، ننګرهار، میدان وردګ، پکتیا او لوګر ولایتونو ورزشکارانو ګډون کړی و چې د «تک فایټ» په سیستم ترسره شوې.

هغه زیاته کړه، دا سیالۍ په درېیو عمري کټه‌ګوریو کې ترسره شوې.

مجاهد وویل، د دغو سیالیو له ترسره کېدو یې موخه د ورزشکارانو ترمنځ یووالی او همغږي رامنځته کول وو.

ورته مهال، هغه ورزش‌کاران چې په دې سیالیو کې یې برخه اخیستې وه خوښي ښيي او غوښتنه کوي چې حکومت باید د دغه ډول لا ډېرو سیالیو زمینه ورته برابره کړي.

دی یادونې ده چې تېره ورځ هم غزني کې د والیبال د دوولسو لوبډلو تر منځ پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.