Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د غزني ولايت په مربوطاتو کې د ۲۰۰ میلیون افغانیو په لګښت د کابل – کندهار عمومي سړک د دواړو غاړو (شولډر) جوړولو چارې پيل شوې.
سترې محکمې ویلي چې په لغمان او پکتیا ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د خوست د عامې روغتيا ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې لس زره کسان چې ډېری یې ماشومان دي، پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د تېرو دوو میاشتې په اوږدو کې یې افغانستان ته د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې د ۵۰۷۸ بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی.
د بغلان امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او د یوې ښځې په ګډون څلور نور کسان ټپیان شوي.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اروپايي ټولنې پر وارداتو د ۵۰ سلنه تعرفې لګولو پرېکړه د راتلونکې جولای میاشتې تر نهمې نېټې پورې ځنډولې ده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د پاکستان له زندانونو ۵۲ نور افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د ځینو عربي او اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د نړۍوالو سازمانونو استازو پر غزې د اسرائیل بریدونه غندلي او د هغو د درېدو غوښتنه یې کړې ده.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست د ګډو ګټو د سیمهییزو هېوادونو ۳۱مه غونډه کې د ګډون په موخه تاشکند ته ولاړ.
کابل کې د ترکیې سفیر د چاپیریال ساتنې ملي ادارې له رئیس سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د چاپېریالي مسایلو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
د کندهار سیمهییز مسوولین وایي چې د کندهار ښار له بېلابېلو سیمو څخه راټول شوي ۶۵ ټنه بېکیفیته او تاریختېر خوراکي او غیرخوراکي توکي راټول او وسوځول شول.
خوست کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په اسماعیلخېلو مندوزیو ولسوالۍ کې یو ځوان له پنځه کلن کورني بنده آزاد شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP