مزارشریف (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۴): بلخ کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت له لوري د څه باندې ۲۵۸ میلیون افغانیو په لګښت د تختهپل د اوبو رسولو شبکې چارې بشپړې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت رییس غلامالرحمن کظیم نن په بلخ ولایت کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، د تختهپل اوبو رسولو پروژه چې د تېر حکومت له پروژو څخه وه، له داخلي بودجې څخه د ۲۵۸ میلیون او ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت یې د جوړېدو چارې بشپړې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
هغه زیاته کړه، دغه پروژه د بلخ دهدادي ولسوالۍ له تختهپل سیمې څخه د مزارشریف ښار تر نوي پوهنتون پورې ۳۶ کیلومتره اوږدوالی لري چې د لس زره کورنیو سربېره به زرګونه محصلانو ته پاکې اوبه ورسوي.
هغه دغه راز وویل، هڅه کوي د هېواد ټولو سیمو کې د اوبو رسولو او د ناپاکو اوبو د تصفیې لپاره کار وکړي.
دغه راز، د بلخ ولایت د مقام مرستیال نورالهادي ابو ادریس وویل، اسلامي امارت د خلکو ستونزو حلولو ته ژمن دی او هڅه کوي د هېواد ټولو سیمو ته خدمات ورسوي.
په همدې حال کې، د افغانستان د برېښنا شرکت رییس عبدالباري عمر وویل، اقلیمي بدلونونه او وچکالي د نړۍ د خلکو ژوند اغېزمن او له ګواښ سره مخ کړی او له خلکو یې وغوښتل چې د پاکو اوبو په مصرف کې سپما وکړي.
د تختهپل د اوبو رسولو د دې پروژې چارې په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې پیل شوې وې، خو هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته وځنډېدې چې د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې له سره پیل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP