کابل (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۴): د مالیې وزارت وايي، جلالاباد ښار کې د څه باندې ۶۵۵ میلیون افغانیو په پانګونه د «صلاحالدین ایوبي» په نوم د یوې سوداګریزې او استوګنیزې ودانۍ جوړولو تړون لاسلیک شو.
د مالیې وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مارکېټ د جلالاباد ښار په دویمه ناحیه کې جوړېږي.
یاد وزارت لیکلي، د دغه سوداګریز مارکېټ مساعت ۱۶۷ زره او ۹۴ مترمربع دی چې ۳۳۶۰ مترمربع یې د ودانیزو چارو لپاره په پام کې نیول شوی دی.
د خبرپاڼې په حواله، دغه مارکېټ د یوه خصوصي شرکت له لوري د ۶۵۵ میلیون او ۳۴۲ زره افغانیو په پانګونه جوړېږي، ۱۶ پوړونه به ولري، د جوړولو چارې به یې په درېیو کلونو کې بشپړې شي او د ۱۲ کلونو لپاره خصوصي سکټور ته په قرارداد ورکړل شوی دی.
د مالیې وزارت خبرپاڼه کې راغلي، د دې پروژې ۵۵ سلنه ونډه د اسلامي امارت او ۴۵ سلنه د خصوصي سکټور ده او د قرارداد په موده کې به اسلامي امارت شاوخوا یو میلیارد افغانۍ عاید ترلاسه کړي.
یاد وزارت لیکلي، دغه مارکېټ به د هېواد یو له لویو سوداګریزو او استوګنیزو مرکزونو وي چې په نوي او عصري ډول به جوړ او ګڼ شمېر کسانو ته به په کې د کار زمینه هم برابره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP