منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۵ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

پېښې

۴،۶۳۸ راپورونه

راپورونه

غړي

کونړ کې د سېلابونو له امله یوه مېرمن مړه شوې او درې نور کسان ټپیان شوي دي

د کونړ سیمه‌ییز مسوولین وایي، نن سهار د دغه ولایت په وټه‌پور ولسوالي کې د سختو ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې له امله یې یوه مېرمن مړه شوې او د دوو ماشومانو په ګډون درې نور کسان ټپیان شوي دي.

غړي

لغمان کې د تېرې ورځې ورښتونو او سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي

لغمان کې ځايي مسوولین وایي، د دغه ولایت مرکز او درېیو ولسوالیو کې د تېرې ورځې او شپې ورښتونو او سېلابونو له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، سلګونه جریب کرنیزه ځمکه تخریب شوې او نږدې ۵۰ کورونو زیانمن شوي دي.

غړي

پنجشېر کې سېلابونو درانه مالي زیانونه اړولي

ځایي سرچینې وايي، پرون مازدیګر د پنجشېر په رخه ولسوالي کې سېلابونو زرګونه جریب کرنیزه ځمکه، د اوبو ډېری کانالونه، د برېښنا واړه بندونه، پلونه او پلچکونه ویجاړ کړي دي.

غړي

ننګرهار کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار او شاوخوا سیمو کې د تېرې شپې باران او سېلابونو له امله یو ماشوم مړ شوی او شپږ نور کسان ټپيان شوي، دغه راز شاوخوا دوه سوه کورونه او هټۍ هم زیانمن شوي دي.

نور راپورونه