میدانوردګو کې د ترافیکي پېښې له امله پنځو کسانو ته مرګژوبله اوښتې
د میدانوردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د موټر چپه کېدو له امله دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
د میدانوردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د موټر چپه کېدو له امله دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
سمنګان کې ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت په درهصوفبالا ولسوالۍ کې یو ځوان اوبو کې د لامبو پر مهال ډوب شوی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار او یو شمېر ولسوالیو کې د تېرې ورځې توپاني بارانځپلو کورنيو سره د نغدي مرستو لړۍ پیل شوه. د چارواکو د معلوماتو له مخې ننګرهار کې د…
د ننګرهار د مرستيال والي په مشرۍ د تېرې ورځې له سېلابځپلو سره د مرستو په موخه د کورنيو او بهرنيو مرستندويه ادارو له مسوولینو سره بېړنۍ غونډه وشوه.
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله په دغه ولایت کې شاوخوا ۳۵۰ جریب فصلونه ویجاړ شوي دي.
په اروزګان او کندهار ولایتونو کې د درېیو جلا ترافیکي پېښو له امله د یوه زوم په ګډون څلور کسان مړه او اووه نور ټپیان شوي دي.
کونړ کې د تېرې ورځې سېلابونو له امله زیانمنې شوې کورنۍ له حکومت او مرستندویه ادارو د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.
د ننګرهار د پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره وايي چې په دغه ولایت کې د تېرې ورځې توپان او باران له امله ۴۷ کسان مړه او ۳۵۰ نور تپیان شوي دي.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وايي چې د هېواد په دوولسو ولایتونو کې نن او راتلونکې دوه ورځې د نسبتاً سخت ورښت، سېلابونو راتلو او د سیندونو اوبو پورته کېدو اټکل شوی دی.
د بغلان د ترافیکو مدیریت مسوولین وايي چې د دغه ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د یوه ۵۸۰ بس موټر چپه کېدو له امله ۱۷ کسان مړه او شاوخوا ۳۵ نور ټپیان شوي دي.
چارواکي وايي، ننګرهار کې تر اوسه د توپان او اورښت له امله ټپيان شوي ۲۳۰ تنه او ۳۵ مړي روغتونونو ته لېږدول شوي.
د کونړ ځايي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز اسعداباد او یو شمېر ولسوالیو کې د سختو ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې پنځه کسان پهکې مړه شوي او دغه راز خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د پنجشېر عمومي سړک تېره شپه د دغه ولایت په شتل ولسوالي کې د سېلابونو راتلو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوی دی.
د هلمند ځایي مسوولین وايي، تېره ورځ د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې دوه ماشومان د اوبو لویې ویالې ته له لوېدو وروسته مړه شوي دي.
د غزني سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او اندړو ولسوالۍ کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله اووه کسان ټپيان شوي دي.
میدانوردګو کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست وايي، سېلابونو تېره شپه د دغه ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې د سلګونه جریب ځمکو کرنیز محصولات له منځه وړي دي.
بدخشان کې ځايي مسوولین وایي، د دغه ولایت په جرم ولسوالۍ کې د سېلابونو راوتلو له امله لسګونه څاروي تلف شوي، کرنیزې ځمکې، یو کوچنی د برېښنا بند او د اوبو کانالونه ویجاړ شوي دي.
د بغلان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار او ډنډغوري ولسوالۍ کې د دوو ترافیکي پېښو له امله اوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تالندې، برېښنا او ناڅاپي سېلابونو راتلو له احتماله خبر ورکوي.
د جوزجان امنیه قومانداني وايي، د جوزجان – بلخ پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان ټپیان شوي دي.
د اوبو او برېښنا وزارت د راتلونکو دوو ورځو لپاره د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينو برخو کې د نسبتاً سختو ورښتونو، سېلابونو او په سیندونو کې د اوبو له ډېرېدو خبر ورکړی دی.
د هلمند سمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې یو ماشوم د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په اتو ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تالندې، برېښنا او د ناڅاپي سېلابونو راوتلو له احتمال څخه خبر ورکوي.
د بدخشان ځایي مسوولین وایي، یو ۱۸ کلن ځوان چې تازه له ترکیې څخه هېواد ته راغلی و، د دغه ولایت په کوکچې سیند کې د لامبو وهلو پر مهال ډوب او مړ شوی دی.